د څیړنې پالیسیانې او طرز العملونه

سپین غر پوهنتون (ننګرهار) خپلو اصلي دندو - تدریس، څېړنه او په ټولنه کې ونډه اخیستنه - ته د ژمن پاتې کېدو په موخه؛ د څېړنو لپاره په خپل دایمي تشکیل کې د څېړنې، تألیف او ژباړې معاونیت رامنځته کړی دی. یاد معاونیت د پوهنتون د استادانو، اداري کارکونکو، روغتون استادانو او متخصصینو د څېړنو لپاره هر اړخیز ملاتړ او د لارښود په توګه فعالیت کوي.

په ياد معاونيت کې د څېړنو برخې لپاره د لوړو زده کړو وزارت د پالیسیو او لارښودونو، په طبي برخو کې د څېړنو اساساتو او د پوهنتون د اوږد مهاله اهدافو او موجوده پالیسیو په تعقیب د څېړنې، تألیف او ژباړې درې ګونو برخو لپاره معیاري پالیسۍ، میکانیزمونه او پروسیجرونه رامینځته شوي دي او د پوهنتون ټولې څېړنیزې چارې د یادو قانوني او اصولي چوکاټونو په داخل کې پر مخ وړل کېږي.

 پوهنتون د روڼتیا ډاډمنولو، ثبات ته د ودې ورکولو او په پوهنتون کې د مسؤلانه حساب ورکونې او بشپړتیا د لوړو معیارونو ساتلو په موخه د څېړنې ټولو برخو لپاره هر اړخیزې او ټولو موضوعاتو ته شاملې پالیسیانې او طرز العملونه لري. پوهنتون باور لري او ددې ډاډ ورکوي چې روښانه پالیسیانې او تګلارې یې د پوهنتون په داخلي مؤثر کاري چاپیریال او د بهرنیو ښکېلو خواو سره د مؤثرو اړیکو لپاره حیاتي ونډه لري.  


ګڼه د پالیسۍ، طرزالعمل عنوان فایل