علمي شورا

په سپن پوهنتون (ننګرهار) کې د علمي شورا ایجاد، تشکیل، مجالس، دندې او واکونه د لوړو زده کړو وزارت د ملکي لوړو زده کړو قانون د (۱۹،۱۸،۱۷،۱۶) مادو د حکمونو په رڼا کې ترتيب شوي دي، د پوهنتون علمي شورا د پوهنتون د تدریس، څېړنې او اکاډمیکو چارو د ښه تنظیم  او سمون په موخه د پرېکړې کولو لوړه مرجع ده.

 په علمي شورا کې د پوهنتون رئیس د شورا د رئیس په توګه، د پوهنتون مرستیالان ، د پوهنځیو رئیسان، له هر پوهنځي څخه دوه تنه استادان او د اړتیا له مخې د ځینو مهمو او اساسي څانګو مسؤلین د غړو په توګه او د استادانو چارو آمر د شورا د منشي په حیث ټاکل شوی. د علمي شورا مجالس د تائید شوي مهالوېش مطابق په مياشتني ډول ترسره کېږي او د موضوعاتو د اړتیا پر اساس فوق العاده یا ځانګړي مجالس هم ترسره کوي.

د علمي شورا دندې او واکونه

1.     د پوهنتون د رئیس وړاندیز د تحصیلي پوهنتون د مرستیالانو ټاکل.

2.     د اړوندې پوهنتون د لوړو زده کړو او علمي څېړنو د پالیسۍ طرح او ترتیب او واکمنو مراجعو ته د هغې وړاندیز.

3.     د درسي پلانونو او علمي – څېړنیزو برنامو تدوین او ارزونه.

4.     د پرمختیایي پلانونو طرح او وړاندیز.

5.     د زده کړیزو پلانونو او برنامو له تطبیق څخه څارنه

6.     د پوهنځیو او ډيپارټمنټونو د تأسیس،  پراختیا، تجزیې، الحاق، ادغام او یا الفاء کتنه (مطالعه) او وړاندیز.

7.     د تفاهم لیکونو او توامیت د قراردادونو د عقد، تعدیل، تمدید یا فسخې وړاندیز.

8.     له لېسانس څخه د لوړو علمي برنامو د دایرولو کتنه او وړاندیز.

9.     د علمي کادر غړي د ګمارنې یا انفکاک د وړاندیز په اړه تصمیم نیول.

10.   د علمي ترفیع ارزونه، د علمي رتبو تثبیت او د هغو تصویبول.

11.   د اړوندو پوهنځیود اکاډمیکو فعالیتونو ارزونه او د لوړو زده کړو وزارت ته د راپور وړاندې کول.

12.   د معاونيتونو، د خپرونو د آمریتونو، مرکزي کتابتون، د معلوماتي ټکنالوژي مرکز، د علمي څېړنو د چارو د سمون د مرکز، د لوړو زده کړو د پوهنتون د ماسټرۍ او دکتورا برنامو د مرکز او د کیفیت لوړونې او په دې برخه کې د ښه والي د لارو چارو د لټولو د فعالیتونو ارزونه.

13.   د ویاړمن (افتخاري) دیپلوم تصویب او د دکتورا د فعالې برنامې د لرلو په صورت کې د هغې ورکړه.

14.   د اختصاصي کمېټو جوړول او هغو ته د ځینو واکونو سپارل.

15.   د لایحو د طرح او تمدید وړاندیز او د اړوندو کړنلارو تصویبول.

16.   په اړوندو تقنیني سندونو کې د درج شویو او نورو دندو سرته رسول.