پېژندنه
د طبي ټکنالوژي پوهنځي په علمي، ادارې او بنسټیزو چارو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی، چې د پوهنځي د کیفیت لوړولو او د فعالیتونو په ښه کولو کې مهم رول لري. د پوهنځي د ماموریت او لرلید تصویب، د پوهنځي لپاره د وړو او مسلکي استادانو ګمارنه او د مختلفو برخو د ځانګړو څانګو جوړول یې د دې پوهنځي له عمده لاسته راوړنو څخه دي. همچنان، په پالیسیو جوړولو، علمي پروګرامونو او د محصلینو د عملي کارونو په برخه کې هم پام وړ پرمختګونه شوي دي.
د دې پوهنځي یوه ستره لاسته راوړنه د مرستیال ګمارنه او د مسلکي استادانو استخدام دی چې د پوهنځي د تدریس وړتیاوې لا پیاوړې کړي. د سپین غر مومند معالجوي او تدریسي روغتون لابراتوار څانګه هم یوه نوې او مهمه برخه ده چې د محصلینو د عملي زده کړو لپاره ګټوره ده. سربېره پر دې د پوهنځي د دویمې مرحلې د اعتبار ترلاسه کولو سره د لوړ معیارونو په وړاندې کولو کې یې لاسته راوړنې پیاوړې شوې دي. د پوهنځي د ماموریت او لرلید تائید او د هغې د اړوندو برخهوالو سره شریکول هم د یوې مهمې مرحلې په توګه یادېږي.
د پوهنځي نوې ودانۍ ته انتقال او د کلینیکي ډیپارټمنټ جوړول هم د پوهنځي د جوړښت او مدیریت په برخه کې د پام وړ ګامونه دي. د استادانو لپاره د مسلکي پرمختګ مهمې برنامې لکه نصاب جوړونه، OBE-SCL او څېړنه د مسلکي پرمختیا مرکز د ظرفیت لوړونې پلان مطابق تطبیق شوي دي. د محصلینو لپاره د ساحوي علمي سفرونو او معلوماتي سیمینارونو ترسره کول هم د عملي زده کړو او مسلکي مهارتونو د لوړولو لپاره ترسره شوي دي.