ستراتیژیک پلان

د طب پوهنځي د پنځه کلن ستراتيژيک پلان موخه د پوهنځي په ټولو اړوندو برخو کې د پراختيا او کيفيت لوړول ده. دغه پنځه کلن پلان د لوړو زده کړو وزارت د پلان او پالېسۍ ریاست د لارښود او ټاکلي فارمېټ سره سم د پنځو اساسي شاخصونو ( معلوماتي ټکنالوژي، څېړنه، نړیوالې فعالیتونه، مالي سرچینې، او د ټولنې په پرمختګ کې ونډه اخېستنه) پر بنسټ  جوړ شوی دی.

په دې ستراتيژيک پلان کې لاندې مهم لومړيتوبونه په پام کې نيول شوي دي: په پوهنځي کې د معياري تدريس لپاره د اسانتياوو رامنځته کول، ساتنه نصاب او پراختيا، د تحصيلي تطبيق، څارنه او ارزونه، او د لابراتواري او روغتوني عملي کارونو لپاره د اسانتياوو برابرول. همدارنګه، د لوړو زده کړو وزارت د قوانينو او مقرراتو تطبيق، د پوهنځي د کيفيت تضمين او لوړاوي لپاره د معيارونو تطبيق او د محصلينو، استادانو او کارکوونکو د ظرفيت لوړونې لپاره د ځانګړو برنامو ايجاد او پراختيا هم د پلان له اصلي برخو څخه دي.

د ستراتيژيک پلان یو بل مهم اړخ د علمي او اکاډميکو اړيکو تأمين دی، چې له مخې یې د داخلي او بهرنيو تحصيلي مؤسسو سره د تجربو تبادله صورت نیسي.

همدارنګه د نويو علمي برنامو ايجاد، په اسلامي روحیه، طبي اخلاقو او ملي ارزښتونو ته ژمن علمي کادرونو روزنه، د فساد مخنيوی او په اداري او علمي چارو کې د شفافيت او عدالت رعايت هم د دې پلان په ستراتیژیکو لومړیتوبونو کې شامل دي.  

دغه ستراتيژيک پلان د طب پوهنځي د علمي او اکاډميکو چارو د پياوړتیا او د علمي فعالیتونو پراختیا لپاره یو مهم ګام دی چې د لوړو زده کړو  په کچه کې پرمختګ تضمينوي.